ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. 

همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. 

په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې تدارکاتي پروسه یې له سره وارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.