له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

له محترم مولوي ګل زرین سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون له ښاغلي مولوي ګل زرین سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړي محترم مولوي ګل زرین د کوچیانو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل او وې ویل، د کوچیانو ټولنه د روغتیا، زده کړو او اقتصادي برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده او د اسلامي امارت رهبري څخه یې وغوښتل چې د هغوی د ستونزو د حل په موخه زیات امکانات په پام کې ونیسي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي مولوي ګل زرین ته د هرکلي پرمهال وویل، کوچیان د ټولنې له محرومو قشرونو څخه یو دي او پخوا هم د دوی د ستونزو حل ته ښه پاملرنه نه ده شوې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت کوښښ کوي چې په بېلابېلو برخو کې د کوچیانو د ستونزو حل ته زیاته پاملرنه وکړي.