د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس، مرستیال او یو شمېر رهبري غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس الحاج بهرام خان ځدراڼ په دې کتنه خوښي څرګنده او مننه یې وکړه چې د هیواد د نورو اقشارو په څېر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه تل په غور اورېدل شوي او د حلولو لپاره یې دوامدارې هڅې شوې دي.
نوموړي د پولي خدمتونو په برخه کې د شهزاده سرای د صرافانو رول ته په اشارې د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو د هلو ځلو یادونه وکړه او همدارنګه یې د یادې اتحادیې ځنې ستونزې او غوښتنې هم مطرح او په لیکلې بڼه شریکې کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو هڅې د ستاینې وړ دي او په وینا یې شهزاده سرای چې په ټول ملت پورې اړه لري ، هلته د نظم او اصلاحاتو راتګ، د هیواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري ، نو د خپل مقام او حیثیت ساتلو ته یې باید لا زیات پام وشي.
نوموړي د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې له مسئولینو او غړو وغوښتل چې خپلمنځي مسایل په اتفاق، نرمي او یو د بل په همکاري حل کړي، څومره چې متقابل درناوی موجود وي، نو هغومره به ستونزې او مسایل کم وي. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.