د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال د ايران د نوي جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال د ايران د نوي جمهوررئیس د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن د ایران د نوي ټاکل شوي جمهور رئيس ښاغلي مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې، د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ګډون وکړ.

د ايران د نوي جمهور رئيس د لوړې په دغو مراسمو کې چې د ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازو هم برخه لرله، د ایران د اسلامي شورا رئیس محمد باقر قالیباف، محترم مولوي عبدالکبیر ته د ښه راغلاست پر مهال د هغه د ورتګ له امله خوښي څرګنده کړه.

د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال د يادو مراسمو په څنډه کې ښاغلي مسعود پزشکیان ته د ایران د نوي جمهوررئیس په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو مبارکي وویله او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریا او پرمختګ دعا وکړه.#