شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی (۱۴) ورځنی سفر پای ته ورسېد

شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی (۱۴) ورځنی سفر پای ته ورسېد

د ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر میاشتي پر ۲۴مه نېټه چي د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۷مي سره سمون خوري، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی شمالي ولایتونو ته سفر پیل کړ، په یاد سفر کي د لوېدیځ، شمال، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو (۱۱) ولایتونو (هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان) څخه په جلا جلا توګه لیدنه وشوه، په یادو ولایتونو کې د زرګونو علماء کرامو، مجاهدینو، عامو متدینو سپین ږیرو او ولایتي ادارو د ټولو مسئولینو سره غونډې ترسره شوې.

دغه سفر چې د یادو ولایتونو د والیانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو د رئیسانو، د قول اردو د قومندانانو او نورو لوړ رتبه مسئولینو په ملتیا د ځمکې له لارې په موټرو کې ترسره شو، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماء، مسئولین، مجاهدین او عام خلک وحدت، اتفاق او ورورګلوی او د شرعي قوانینو عملي کولو ته راوبلل، د هغوی څخه یې وغوښتل چې ټول یو موټي ووسي او د اسلامي نظام تر څنګ لکه څرنګه چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال ولاړ و، ثابت او محکم پاته شي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو او مسئولینو ته په خپلو ویناوو کې وویل چې، علماء دې د خلکو اصلاح ته په اصلاحي بیانونو او په حقیقت ولاړو ویناوو سره پوره توجه وکړي او مسئولین دې عدالت او د شرعي احکامو عملي کولو ته پوره متوجه شي، همدارنګه نوموړي د عفوې یادونه هم وکړه، هغه د تېري ادارې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې بیرته افغانستان ته راستانه شئ او په عزت سره خپل ژوند تېر کړئ، ځکه د خپل کور عزت په بل هیڅ ځای کې نه پیدا کیږي. 

ټولو مسئولینو او مجاهدینو ته هدایت وشو چې، د شهیدانو د کورنیو، معلولینو، مجاهدینو او عامو افغانانو قدرداني وکړئ او اولادونو ته یې د تعلیم او تربیې زمینه برابره کړئ، خلکو ته اسانتیاوې برابري کړئ؛ ترڅو په حکومتي ادارو کې په تکلیف نه شي، پر هغو خلکو پوښتنه وکړئ چې تاسو ته یې په خپلو کورونو کې د شپو تېرولو ځای درکړی و، ستاسو د حفاظت لپاره یې پر خپلو ځانونو او کورنیو خطرونه منلي وه او ډېری کورنۍ له همدې امله د بمبار یا هم شپنیو چاپو له امله په شهادت ورسېدلې.

د سفر په جریان کي د ۲۰۷ الفاروق، ۲۰۹ الفتح او ۲۱۷ عمري قول اردوګانو، بېلابیلو دیني او جهادي مدارسو، مساجدو او متبرکه ځایونو څخه لیدني وشوې، د یادو لیدنو پر مهال زرګونو مجاهدینو او د مدارسو استادانو او زده کوونکو ته ویناوې وشوې، په یاد سفر کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شهیدانو د مقبرو څخه د لیدني پر مهال د هغوی روحونو ته هم دعاوې وکړې.

یاد سفر د ربیع الاول میاشتي پر ۸مه نېټه چي د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې میاشتي د ۲۱مي سره سمون خوري، پای ته ورسېدی.