د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ او د اداري کمېسيون د غړو په ګډون د دې کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په پيل کې، ګومارل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته، د کورنیو چارو او پوهنې وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.#