د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر نن په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش سره وکتل.
په دې ناسته کې چې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریوسازمان تر منځ پر همکاریو خبرې وشوې، محترم محمدسعید العیاش وویل، د اسلامي همکاريو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته لېواله دی.
نوموړي د اسلامي امارت د ښو اړيکو او همکاریو ستاینه او یادونه وکړه، چې دا مهال د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې ځينې وړې رغنیزې پروژې تر کار لاندې لري او هڅه کوي چې په لویو بنسټيزو پروژو کې هم ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو په مننې، یاد سازمان د اسلامي نړۍ د یووالي ښه سمبول یاد کړ.
ښاغلي ذاکر زیاته کړه، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پلوی دی او اسلامي نړۍ دې د افغانستان په بنسټيزو، ديني، علمي او فرهنګي پروژو کې ونډه واخلي.
د دغې ناستې په پای کې د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ د قومي مخورو د وړاندېز او د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت په همغږۍ او هڅو د اوبو رسولو د یوې شبکې او د یوه جومات د نیمګړو چارو بشپړولو په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان د سفیر او د سیاسي معاونیت د دفتر د عمومي رئيس تر منځ تړون لاس لیک شو، چې پر بنسټ به یې د یادې پروژې چارې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا بشپړې شي.