د‌ جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د‌ جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازديګر د جوزجان ولايت يو شمېر سيمه ييزو مسؤلینو سره وکتل.
په پيل کې راغلو مسؤلینو د جوزجان ولايت د اجتماعي، امنیتي او اداري وضعيت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی زياته کړه، سیمه ییز مسؤلین په دې ولایت کې خپله ټوله هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې او ترڅنګ يې ولسونه په ډاډمن امنيت او هوساينه کې خپلو ورځنيو چارو ته رسيدګي وکړي.
د‌ جوزجان سيمه ييزو مسؤلینو همدا راز په یاد ولايت کې د ښوونې او روزنې او انکشافي چارو په څېر موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې پورته ذکر شويو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت سيمه ييزو مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې بايد د ټولو هيوادوالو پر مخ پرانيستې وي، د دوی نظريات او وړانديزونه دې واوري او امکاناتو ته په پام دې ورته رسيدګي وکړي.#