د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پمپ سټېشنونو ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې تخفیف غونډه کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت تل د افغانستان شریف ولس په ځانګړي ډول سوداګرو او کسبګرو ته د اسانتیاؤ د ایجاد او غوره خدمتونو وړاندې کولو غوښتونکی دی او په ټول توان په دې برخه کې هڅه کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له لورې ټولو مالیاتي جریمو ته په اشارې د اصنافو او کسبګرو لپاره د ثابتې مالیې د تخفیف، د هغو اصنافو مالیاتي معافیت چې په کال کې تر دوه میلیونو افغانیو توکي پلوري او هغوی چې تر دوه میلیون پورته خرڅلاو لري د ۰،۳ فیصده مالیې وضعه کولو، د مشخصو کلونو مالیاتي معافیت چې اصناف، کسبګر او عراده جات له حکومت څخه باقي وو، د خصوصي ښوونیز او تحصلي سکتور انتفاعي مالیاتو معافیت، له ۴ څخه ۲ فیصده ته د صنعت سکتور د انتفاعي مالیې تخفیف، له پنځو کلونو څخه یو کال ته د مالیه ورکونکو د ارزونې پروسې اسانتیا، د صنعت، کرنې او سوداګرۍ سکتورونو د موضوعي قراردادي مالیې معافیت، له ۴ څخه ۳ فیصدو ته د روغتیا سکتور انتفاعي مالیې تخفیف او جدیدالتأسیس روغتیایي مرکزونو ته د یوه کال مالیاتي معافیت په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د سوداګرو د وړاندیزونو پر بنسټ او افغان ولس ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه د تېلو او ګازو پمپ سټیشنونو ثابته مالیه له ۰،۶ فیصدو څخه ۰،۳ فیصدو ته راټیټه کړې ده، همداراز هغه شرکتونه چې د هیواد په داخل کې تېل او ګاز پېري او پلوري مکلف دي چې په في لیټر کې ۰،۳ فیصده ثابته مالیه ورکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د هوټلونو، مېملستونونو، د غذايي توکو برابرولو اشپزخانو او رستورانونو انتفاعي مالیه له ۵ فیصدو څخه ۲ فیصدو ته راټیټه شوې ده، پاتې ټول هغه رستورانونه چې د غرفو یا کوچنیو دوکانونو په شکل د عاجلې غذا برابرولو لپاره فعالیت کوي، د نورو اصنافو په څېر تر ثابتې مالیې لاندې راځي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د مالیاتي معافیت او د هغو په راکمولو پسې دی، اما په کمه اندازه مالیه اخلي چې هغه هم د هیواد او ښوونې او روزنې د ترقۍ او انکشاف، د ښوونکو، ډاکټرانو، روغتیایي پرسونل او ملکي او نظامي مامورینو د معاشونو د ورکړې، د دولتي ادارو، ښوونځیو او پوهنتونونو د ساتنې او څارنې او انکشافي پروژو د عملي کولو لپاره مصرفېږي.#