د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د نغلو ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي دستګاه د ګټه اخیستنې په مراسمو کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري بشپړه شوې، ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د برېښنا شرکت او د یادې پروژې د پلي کوونکو شرکتونو په ځانګړي ډول د ترکیې هیواد د ۷۷ ساختماني شرکت او د زولرستان کورني شرکت له ټولو کارکوونکو څخه د دې سترې پروژي د تطبیق او بشپړولو په خاطر مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې برېښنا د بشر ترټولو عمده اړتیا او په پرمختللې نړۍ کې د زېربناؤ د پراختیا بنسټ دی وویل، تر څو کاله مخکې پورې هم په هیواد کې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدېده، خو د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د مسؤلینو او د برېښنا شرکت د رهبري پلاوي په هڅو نن په هیواد کې تر ۱۲ سوه میګاواټو زیاتې برېښنا د تولید لپاره پانګونه شوې ده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د برېښنا د لېږد ظرفیت لوړولو په موخه جدي کار روان دی چې د ازبکستان د ۵۰۰ او د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ مزو د نښلولو په صورت کې به په کابل او ولایتونو کې ۲۴ ساعته دوامداره برېښنا ولرو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره پرېمانه سرچینې شته چې د اوبو، لمر، باد، ډبرو سکرو او ګازو، کثافاتو یا بایومس او د ځمکې لاندې حرارت یا جیوترمل څخه په استفادې کولی شو زرګونه میګاواټه برېښنا تولید کړو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې د برېښنا په مصرفولو کې احتیاط او له اسراف یې ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د نغلو لمریزې برېښتا تولیدي دستګاه عملي کار تېر کال پیل شو چې د ۱۴ میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې، یاده تولیدي دستګاه ۲۲،۷۵ میګاواټه برېښنا برابروي چې څه باندې ۲۳ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.#