د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې رئیس او غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، لومړی د کابل ښار د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې د حقوقي ستونزو د حل رئیس محترم حاجي طاهر نوري او ملي سوداګر محترم حفیظ احمد فضلي د یادې ټولنې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د ټولنې د ټولو اقشارو د ستونزو حل لپاره هڅه کوي او مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو مراجعو سره شریک کړي.#