د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه ورکړل.
وروسته د ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د بدني روزنې، ورزش او المپيک ملي کمېټې پر اړوندو موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.#