د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن سه شنبه د غبرګولي ۱۰مه د آسيا ماینینګ روسي ګروپ له مسؤولینو هر یوه اسماعیل اسماعیلوف، هاشم بیګ کورمانوف او نوسب بیک رسولان سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
یاد پلاوي د ریاست الوزراء محترم مرستیال ته څرګنده کړه، چې دوی دلته د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره راغلي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د پانګونې په اړه، له دوی څخه په مننې وویل، د افغانستان اسلامي امارت غېږه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالوته خلاصه ده، دوی يې د امنیت او مصؤنیت تضمین او په هره برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي.