په ازبکستان کې مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

په ازبکستان کې مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام په ازبکستان کې مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په انګړ کې ترسره شوه؛ د ریاست الورزاء اداري مرستیال مل پلاوي، سفیر او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود، په پیل کې ذکر شویو سوداګرو او افغانانو د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته د ښه راغلاست پرمهال په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

دوی وویل، اسلامي امارت تل په ازبکستان کې د مېشتو هیوادوالو او سوداګرو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې همکاري کوي.

په دې کتنه کې په ازبکستان کې مېشتو سوداګرو او افغانانو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د لازیاتو اسانتیاؤ غوښتنه وکړه.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې مېشتو هیوادوالو او ملي سوداګرو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د افغانانو نظریات او وړاندیزونه واوري او مناسبې حل لارې ورته ومومي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د امير المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د عمومي عفوې فرمان په صادرېدو سره هېچاته په هیواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته، امنیت په بشپړه توګه تأمین دی. دغه راز اسلامي امارت په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ازبکستان کې له مېشت افغانانو او سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې له رامنځته شوې موقع څخه په استفادې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو په ایجادولو کې پانګونه وکړي او د هیواد په ابادۍ او پراختیا کې ونډه واخلي.#