‏د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه

‏د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله څو د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په موخه د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي. یاد کمېسیون همدارنګه افغانستان ته د بهرنیو پانګوالو د راتلو پر مهال د عاجلې ویزې د ورکړې او په کابل هوايي ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارله، څو د یادو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی ګډ ډېسک رامنځته کړي. د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د سوداګرۍ وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د غنمو او اوړو د کمېدو او له امله یې د لوړو قېمتونو د کنټرول په موخه روسیې ته سفر وکړي.