د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال: نړۍ دې د تحریمونو او فشارونو پرځای له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار د پيل په مراسمو کې د خبرو پرمهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.

 نوموړي زیاته کړه په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هر څوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

په مزارشریف کې دا اته پوړیز سوداګریز مارکېټ چې د ۷۴۳ میلیونه افغانۍ په پانګونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ۶۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات او پارګېنګ پکې په پام کې نیول شوي دي. 

د یادونې وړه ده چې د دغه مارکېټ ساختماني چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي چې تر بشپړېدو وروسته به هر کال د امارت خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.#