د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت له یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي او نورو سیمه ییزو مسئولینو هم حضور درلود، په پیل کې یادو علماوو، متنفذینو او تاجرانو د دې ولایت د کلي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې یې د مسئولینوهڅې وستایلې.
هغوی د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او همدارنګه یې د دې ولایت په مختلفو برخو کې د پراختیايي پروژو تطبیق او د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو جوړولو ته د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د هیوادوالو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي مسئولیتونو څخه دي او مسئولین له ځنډ پرته په دې برخه کې کوښښ کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولو په ځانګړې توګه د پراختیایي چارو، ښوونې او روزنې او روغتیا برخو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هیواد د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو، متنفذینو او تاجرانو د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام رسیدګي کړې او په هغه اړه به لازم اقدامات وکړي.