د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل - بګرام سړک د عملي چارو پيل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کابل - بګرام سړک د عملي چارو پيل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا په نوي کابل ښار کې د کابل - بګرام سړک د عملي چارو پیل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. 

په دې مراسمو کې چې د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کابينې يو شمېر غړو، امارتي مسؤلینو، د اړوندو ادارو استازو، انجينيرانو او د سيمې اوسېدونکو هم حضور درلود، په پيل کې د ښار او کور جوړولو وزارت مسؤلینو د پروژې اړوند تخنیکي جزئیات، د پروژې وخت او لګښت په اړه معلومات ورکړل. 

دوی وويل، دا سړک په نوي کابل ښار کې له مهمو زیربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په تګ راتګ کې د ښه والي، د ترافيکي ګڼې ګوڼې کموالي او کابل - بګرام لويې لارې ته د خلکو د لاسرسي اسانولو ته زمينه برابروي. 

وروسته د رياست الوزراء اداري مرستیال پخپلو خبرو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسؤلینو او کارکوونکو هڅې وستايلې او د دغه ډول پروژو تطبيق يې د ښاري پراختيا او د هيواد د زیربنايي وضعیت ښه والي لپاره مهم ګام یاد کړ. 

نوموړي څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په ټول هيواد کې د زېربناوو متوازن انکشاف ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو د عام المنفعه پروژو د تطبيق له لارې خلکو ته د هوساينې زمينه برابره کړي. 

همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول، د ښاري نظم تأمين، د ترانسپورټي شبکو پراختيا او د هيواد په مختلفو برخو کې د لويو او کوچنيو انکشافي پروژو تطبيق د اسلامي امارت له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي او مسؤلين به په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.

د دې مراسمو په پای کې، رسماً په نوي کابل ښار کې د کابل - بګرام عمومي سړک د چارو پرانېسته وشوه او د عملي چارو پر چټکتیا يې ټينګار وشو.#