د نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون پرانیستلو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ګډون

د نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون پرانیستلو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ګډون

د «نوي پسرلي نړیوال عامه نندارتون» پرانیستلو او د «صنعت اونۍ» مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې ځینو غړو او لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و. دغه نندارتون ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، له هغه ورځې چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړی، ټوله هڅه یې دا ده چې صنعت ته پراختیا ورکړي او په دغه برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي. اسلامي امارت د صنعتکارانو او سوداګرو امنیت تأمین کړی او له ټولو غوښتنه کوي، چې خپل کار په پوره صداقت او اخلاص ترسره او هېوادوالو ته په ښه کیفیت محصولات وړاندې کړي.