د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار پنځلسمې ناحیې له مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښار پنځلسمې ناحیې له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل ښار اړوند پنځلسمې ناحیې له یو شمېر دیني علماؤو او مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې یادو مخورو او علماؤ له دوی سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوامداره همکاریو او لیدنو مننه وکړه او وې ویل، ادارو ته د خلکو لاسرسی د امارت او ملت ترمنځ د واټن لمنځه وړلو سبب شوی دی.

راغلو دیني علماؤ او مشرانو په بېلابېلو برخو کې د کابل ښار اړوند قصبې سیمې د اوسېدونکو ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې او د څښاک پاکو اوبو د کمښت او استوګنیزو ښارګوټو د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کابل ښار پنځلسمې ناحیې مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، حکومتي ادارې او مسؤلین د ملت په خدمت کې دي او د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ د ټولو دولتي ادارو دروازې د ولسونو پر مخ پرانیستې دي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د کابل ښار په قصبې سیمه کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي چې خلکو سره تر مشورو وروسته شته ستونزو ته د حل مناسبې حللارې پیدا کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو ممکنه لارو په استفادې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزه په اساسي ډول حل کړي، ځکه پدې برخه کې اړوندو ادارو لا له وړاندې خپلې هڅې پیل کړې دي.#