د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ښاغلي ايندريکا راتوته او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي ايندريکا راتوته د رياست الوزراء اداري مرستيال سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل، په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مسئله کې له افغانستان سره همکاري ده او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د مسئولينو له همکارۍ او همغږۍ څخه هم مننه وکړه.
ښاغلي راتوته زياته کړه، اوسمهال راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال څرګنده کړه، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته وطن ته ستانه شوي، چې په ياده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هيواد ته يو لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو اسلامي امارت وکولای شول دغه موضوع په صحيح ډول مديريت کړي.
ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ايندريکا راتوته او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کډوالو په ګډون په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله د کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او افرادو مننه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هيوادونو څخه په جبر د کډوالو اخراج له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، ترڅو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسيدګي وشي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز څرګنده کړه، راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياته همغږي به د مرستو په رسولو کې د لا زيات شفافيت او غوره والي لامل شي او هيله لرو ملګري ملتونه او نورې مسؤلې ادارې د هغوی د حقونو تأمين لپاره خپل مسؤليتونه ترسره کړي.#