د ریاست الوزراء اداري مرستیال د شاه او عروس بند د ګټه اخیستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د شاه او عروس بند د ګټه اخیستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست ‌الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د شاه او عروس بند د چارو د بشپړېدو او ګټه اخيستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. 

په دغو مراسمو کې چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د خوښۍ ځای دې چې د دغې سترې پروژې په پرانیستلو سره د ګران هیواد د ابادۍ لپاره بل ګام اخلو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، سره له دې چې د ګلخانه یي ګازونو د تولید په برخه کې د افغانستان ونډه کمه ده، خو بیا هم د اقلیمي تغییراتو له امله یې زیات زیانونه ګاللي دي. بل پلو هغه هیوادونه چې په صنعت او تولید کې مخکښ او د ګلخانه یي ګازونو د تولید کچه یې هم زیاته ده، په اقلیمي تغییراتو کې زیاته ونډه لري.

نوموړي څرګنده کړه، نن موږ په ګران هیواد کې د بې موسمه بارانونو او وچکالۍ شاهدان یوو، د سېلابونو د مخنیوي لپاره د اوبو د کنترول او مدیریت بندونو ایجادول حیاتي او ضروري دي چې خوشبختانه نن موږ او تاسې د شاه او عروس بند د ګټه اخیستنې شاهدان یوو، دا بند به زموږ د هیوادوالو زیاتې ستونزې په ځانګړي ډول د اوبو د کمبود به برخه کې د کابل ښاریانو ستونزه حل کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د اسلامي امارت تر فتحې راوروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي او د اوبو د کنترول او مدیریت په برخه کې هم لازم اقدمات شوي دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په وینا، د انرژۍ اوبو لګولو، کلیو پراختیا او بیارغاونې او د کرنې اوبو لګونو او مالدارۍ وزارتونو په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د رهبري د لارښوونو په پام کې نیولو سره د اوبو د مدیریت او سېلابونو د مخنیوي په موخه په هره ولسوالۍ کې په مساوي توګه د اوبو یو کوچنی بند (چک ډیم) جوړ کړی چې ګټه ترې اخیستل کېږي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د قوشتیپې کانال پروژه یوه ستره او ملي پروژه ده، له ځنډ پرته یې کارونه دوام لري چې په بشپړېدو سره به یې افغانان د اوبو، خوراکي توکو، سبزیجاتو او نورو کرنیزو محصولاتو د کمبود له پلوه، پر ځان بسیا شي.

همداراز دا مهال د هیواد په زیاتو برخو کې د ډېرو ودانیزو او تعمیراتي پروژو چارې روانې دي چې ټولې یې د افغانستان په تعمیر او پرمختګ کې اغېزناکه ونډه لري.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د کابل – کندهار او سالنګ لویو لارو چارې تقریبا بشپړې شوي او د ژمي له تېرېدو وروسته به یې پاتې کارونه پیل شي.

د نوموړي په وینا، له هرات څخه تر فاریاب پورې حلقوي سړک د اسلامي امارت د رهبري له لورې منظور شوی چې په اساسي او پاخه ډول ترمیمېږي، همداراز د کابل ښار د اوبو کمبود ته د رسیدګۍ په موخه پلانونه جوړ شوي او کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد کار هم جریان لري.#