په چین کې د افغانستان سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

 په چین کې د افغانستان سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سفیر محترم مولوي اسدالله بلال کریمي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم مولوي اسدالله بلال کریمي د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
هغه زیاته کړه، د سفارت مسوولین د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې کوښښ کوي چې ښې پایلې یې هم لرلې دي.
محترم مولوي بلال کریمي وویل، دېته په پام چې په هغه هیواد کې زیات افغان تاجران او پانګوال هم حضور لري، همدارنګه په دې سفارت کې قونسلي خدمات هم فعال دي او په هغه هیواد کې استوګنو افغانانو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه تقدیر کړل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان او چین د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو لرونکي دي او د دې سفارت مسوولین باید د هغو د لا زیاتې پیاوړتیا کوښښ وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه په چین کې د افغانستان سفارت مسوولینو څخه وغوښتل چې په هغه هیواد کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو برابرولو کوښښ وکړي.