د رياست الوزراء سياسي مرستيال د رحمان سوداګريز مرکز د چارو پرانيسته وکړه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د رحمان سوداګريز مرکز د چارو پرانيسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د رحمان سوداګريز مرکز د ودانیزو چارو د پرانيستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې وویل، د خوښۍ ځای دی چې له شل کلنې مبارزې وروسته په افغانستان کې د اشغال له ماتېدو او د سوچه اسلامي نظام له ټینګښت سره اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي میدان کې هم مخ پر وړاندې روان دی.
نوموړي زياته کړه، هره ورځ د هیواد د ابادۍ زېري اوریدل کېږي او يو مثال يې په کابل کې د رحمان سوداګريز مرکز د ودانيزو چارو پرانيسته ده.
محترم سیاسي مرستیال وویل، اوس د دې وخت راغلی چې پانګه وال او ملت له اسلامي امارت سره په ګډه د هیواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره مټې را ونغاړي، اسلامي امارت د هیچا فرمایشات نه مني او نه له چا خواهشات لري، بلکې غواړي افغانستان پخپلو امکاناتو اباد کړي.
هغه وویل، په همدې موخه اسلامي امارت د ټولو پانګه والو ملاتړ کوي او دوی ته یې د پانګونې ښه زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سياسي ډګر کې د اسلامي امارت بريالي سفر ته په اشارې زياته کړه، افغانستان په انزوا کې نه دی او دا مهال په نړۍ کې ۴۰ سیاسي استازولۍ لري.
محترم مولوي عبدالکبیر وويل: د اسلامي امارت بهرنی سیاست دومره پیاوړی دی، چې د افغانستان په خلاف په نړیوال دریځ کې څوک هم ناسمه فیصله نشي کولی. له نړيوالو سره په تعامل کې اسلامي امارت له هېڅ راز ځنډ او خنډ سره مخ نه دی.
نوموړي وویل، هېڅوک دې اندېښنه نه کوي، چې د افغانستان له خاورې څخه به ورته کوم ګواښ جوړ شي او د متقابل احترام او درناوي پر اساس له ټولو سره ښې اړيکې غواړو.
نوموړي همداراز پر ټولو پانګه والو غږ وکړ، چې افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په موخه په افغانستان کې پانګونه وکړي او د کابل ښاروالۍ په شمول يې د ټولو اړوندو ادارو لخوا پانګه والو او پروژه لرونکو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو ټينګار وکړ.
د يادولو وړ ده، چې رحمان سوداګريز مرکز د کابل په میرویس میدان سیمه کې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت په ۱۶ پوړونو کې د ټولو عصري امکاناتو په لرلو سره په معیاري بڼه جوړیږي.
د دې سوداګريز مرکز د جوړولو په چارو کې همدا اوس تر ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې زرګونه هيوادوال په کار بوخت شي.#