د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس د محمداغې ولسوالۍ علماوو او مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس د محمداغې ولسوالۍ علماوو او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ علماوو او قومي مشرانوسره وکتل.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ټولنې د بېلابېلو اقشارو له استازو سره د دغو ناستو او لیدنو موخه د دوی د غوښتنو اورېدل او هغو ته د اړوندو مسوولینو له لوري رسیدګي ده.
ورپسې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید په ټولنه کې د علماوو، مشرانو او لوستو ځوانانو کلیدي رول ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د دوی رول ډېر مهم بولي او د همدې لپاره دا غونډې جوړېږي چې د دوی وړاندیزونه او مشورې واورېدل شي او هم د نظام پیغامونه ولسونو ته ورسېږي.
همدارنګه مولوي عبدالفتاح، مولوي فیض احمد، د برېښنا رئیس مولوي محمدفهیم منصور، د محمداغې ولسوال محترم مولوي محمدایوب خادم، حاجي ظاهرخان احمدزي او انجنیر شاه الرحمن د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جهاد په کلونو کې د محمداغې ولسوالۍ د ولسونو زحمتونه او سرښندنې یادې کړې.
یادو ویناوالو همدارنګه محمداغې ولسوالۍ ته د غځېدلي سرک د پخېدو، د برېښنا، روغتیایي اسانتیاوو، په مس عینک کان کې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د شل کلن جهاد او د اشغال د خاتمې پرمهال د محمداغې ولسوالۍ په ګډون د هیواد د هرې سیمې مجاهدینو زحمتونه ګاللي او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي چې موږ او ټول ملت یې قدرداني کوي. هغه زیاته کړه، ولسونو ته ښایي چې د نظام د لاپیاوړتیا لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، محترم رئیس الوزرا او ټول مشران له ملت سره ډېره خواخوږي او د هیواد په کچه پراخ نظر لري. تل د اصلاحاتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو فکر او کوښښ کوي. د هیواد د هرې برخې د ستونزو حل ته متوجه وي.
نوموړي څرګنده کړه، موږ په دې خوشالېږو چې د بېلابېلو اقشارو او ولسونو استازي له نږدې له موږ سره خپلې مشورې او غوښتنې شریکوي. د افغانستان اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام په بېلابېلو برخو کې د ولس ستونزو ته رسیدګي کوي. په لږ وخت کې د برېښنا، سرکونو او نورو پراختیایي پروژو د تطبیق په برخو کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې وویل، افغانستان به ټول شریک کور بولو او هرې ستونزې ته به یې متوجه کېږو، دا فکر به د راتلونکي لپاره عاموو. همدارنګه یې د محمداغې ولسوالۍ علماوو او مشرانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو او د اړتیا پرمهال له مشرتابه سره شریکې شي.