د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ازبکستان ته له رسمي سفر څخه هیواد ته راستون شو

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ازبکستان ته له رسمي سفر څخه هیواد ته راستون شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی ازبکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، نن ماسپښین خپل هیواد ته راستون شو. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ازبکستان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او وې ویل، په دې سفر کې د ازبکستان لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال محترم جمشید خواجه یوف، د ازبکستان سوداګرۍ او هوایي چلند وزیرانو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مفصل او ګټور بحثونه وشول. 

محترم ملا صاحب وویل، د ازبکستان له سرحد څخه د افغانستان تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي قرارداد چې پخوا په ۲۵۲ میلیون ډالرو شوی و، تر بحثونو وروسته یې قېمت ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راکم شو. 

 محترم ملا عبدالغني برادر وویل، ازبکستان ژمنه وکړه، چې له حیرتان ـ هرات پورې د رېل پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره به هم ژر د دوی یو تخنیکي پلاوی ساحې ته سفر وکړي او تر تخنیکي مطالعاتو لس ورځې وروسته به د دغې مهمې پروژې عملي کار پیل شي. د دغې پروژې د تخنیکي مطالعاتو لګښت هم ازبکستان ورکوي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، ازبکستان ژمنه وکړه چې په اوړي کې به افغانستان ته خپله برېښنا زیاتوي او تعرفه به یې کموي.

محترم ملا صاحب وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې سکتور پراختیا لپاره هم ژمنه وشوه چې یاد هیواد به د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو شته محدودیتونه لرې کوي او په هره برخه کې به هم مشخص قراردادونه ژر د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي.  

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي چې ازبکستان ته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ په لوړپوړي امارتي پلاوي کې شامل و، د افغان او ازبک لوریو ترمنځ په کتنو کې د شویو بحثونو او قراردادونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته مشخص ځوابونه ورکړل. 

نوموړي وویل، ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وو او په ۷ برنامو کې د ازبکستان لوري سره په تفصیل بحثونه وشول. 

د صنعت او سوداګرۍ محترم وزیر د افغانستان پر سوداګرو او سوداګرۍ شته محدودیتونو ته په اشارې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د بانکدارۍ سیستمونو د وصل، ټي ټي او ټرانزېکشن په اړه هم د تفصیلي بحثونو یادونه وکړه او وې ویل، د دواړو لوریو د بحثونو او ژمنو پر اساس به د افغانستان او ازبکستان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي. 

د صنعت او سوداګرۍ محترم وزیر وویل، د حیرتان ـ سپین بولدک ترمنځ د رېل پټلۍ نښلولو په اړه هم د دواړو لوریو ترمنځ مفصل بحثونه و شول، چې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه به تېرېږي او تر سپین بولدک پورې رسېږي. 

محترم نورالدین عزیزي وویل، ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر اصلي هدف له یاد هیواد سره د افغانستان د صادراتو او وارداتو د بېلانس رامنځته کول وو چې د ازبکستان محترم لومړي وزیر هم دغو شریکو پروژو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او جدي پاملرنې ډاډ ورکړ.

محترم نور الدین عزیزي د خپلو خبرو په پای کې وویل، ازبکستان ته د دغه سفر پر مهال همداراز هوکړه وشوه، چې د سوداګرو د ملاتړ لپاره به د افغانستان او ازبکستان په ۴ لویو ښارونو کې د سوداګرۍ مرکزونه جوړیږي او له ازبکستان سره د افغانستان پر ۱۰ قلمه صادروونکو توکو د ګمرکي تعرفې د صفر کولو پر ترجیحي موافقتنامې هم بحثونه وشول.#