د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون او اړوندو وزارتونو لخوا په خپله نوبتي غونډه کې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو او د هغوی پر حل مفصلې خبرې اترې وشوې. د محترم ملا صاحب لخوا د برښنا شرکت د MTU, CAT, Perkins جنراتورونو د ترميم دنده چې ۷۶ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شوه، څو په دغه برخه کې په پوره جدیت سره کار وکړي. همدارنګه د اقتصادي کمېسيون لخوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د بهرنيو پانګوالو د پانګونې لپاره يوه منظمه او شفافه طرحه جوړه او اقتصادي کمېسيون ته يې د ارزونې په موخه وړاندې کړي.