د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په سوداګریز پیوستون کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، تېر ماښام په کابل کې د افغان او یو شمېر بهرنیو سوداګرو او پانګوالو د سوداګریز پیوستون په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

په دې کنفرانس کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین ګڼو سوداګرو، پانګوالو، د صنعتي او سوداګریزو خونو مسؤلینو او د ایران څو تنو سیمه ییزو چارواکو او افغان سوداګرو ګډون کړی وو.

په یاد کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محترم محمد یونس مهمند وویل، د افغان او سیمې د یو شمېر سوداګرو ترمنځ ښې اړیکې پیدا شوي او دوی کوښښ کوي لدې لارې د ګډو همکاریو لپاره فرصتونه معرفي کړي. نوموړي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې ختمې او سهولتونه رامنځته کړي.

دغه راز په دې کنفرانس کې د ایران اسلامي جمهوریت د سیستان بلوچستان د والي مرستیال علیرضا مرحمتي وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکتور ملاتړ د پام وړ دی او تر اوسه په هېڅ هېواد کې له سوداګرو څخه دغومره ملاتړ شتون نه لري. محترم علیرضا مرحمتي، د پرمختګ لپاره د افغان سوداګرو د یووالي او پیاوړې روحیه وستایله. 

وروسته د چابهار بندر د مدیره هیئت مشرې حمیرا ریګي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې هېواد یې د چابهار بندر فعالولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. هغې د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټينګار وکړ.

همدارنګه د سوداګرو او پانګوالو د سوداګریز پیوستون په کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر محترم نورالدین عزیزي وویل، اسلامي امارت د سوداګرو هر اړخیز ملاتړ کوي او د چابهار بندر د فعالولو لپاره یې له ایراني لوري سره ګټور بحثونه کړي دي.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو د مننې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت هڅه کوي د افغانستان او سیمې د هېوادونو اړیکي، په اقتصادي او سوداګریزو همکاریو استوارې او پراخې کړي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې فرصتونه شته او له نړیوالو کمپنیو او پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه او مشکلات له منځه یوسي، ځکه افغان پانګوالو ته د ستونزو ایجادول، د لارو بندول او په ناقانونه ډول د مالیاتو لوړول به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې زیانمنې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت د سوداګرۍ په برخه کې په بدیلو لارو هم فکر کوي او غواړي چې افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادي راکړه ورکړه ولري.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت غواړي سیمه ییزه سوداګري ‌او ټرانزیټ پياوړی او پراخ شي، افغانستان پدې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه هم خپل مسؤلیت رفع او چمتووالی په عمل کې وښيي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د ښو اړیکو او تعامل پيغام لري او له هیچا سره جګړه او مشکل ایجادول نه غواړي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره سم دې د افغان کډوالو اجباري ایستل ودرول شي.#