له استاد فضل ولي ناګار او یو شمېر استادانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

له استاد فضل ولي ناګار او یو شمېر استادانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د ننګرهار پوهنتون استاد او د هېواد نومیالي لیکوال فضل ولي ناګار او یو شمېر نورو استادانو او لیکوالو سره ولیدل.
په دې ناسته کې استاد ناګار او راغلو استادانو په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په تامین او د پراختیایي چارو په پلي کېدو خوښي وښوده او د هېواد د تحصیلي نظام په پیاوړتیا او د کیفیت په ښه کولو یې ټینګار وکړ.
هغوی دغه راز، خپل نظریات او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلو استادانو څخه په مننې وویل، د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا اړتیا ده او اسلامي امارت په دې برخه کې ځانکړې پاملرنه لري.
هغه وویل، اسلامي امارت تر هر چا د زده کړو او علم په ارزښت پوهېږي او د تحصیلي بنسټونو احیاء او پراختیا ته کار کېږي.