په کراچۍ کې له افغان جنرل کونسل سره د رياست الوزراء سیاسي مرستیال ليدنه

په کراچۍ کې له افغان جنرل کونسل سره د رياست الوزراء سیاسي مرستیال ليدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې له افغان جنرل کونسل محترم عبدالجبار تخاري سره، په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې په کراچۍ کې افغان جنرل کونسل عبدالجبار تخاري په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو او وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز معلومات ورکړل.

محترم عبدالجبار تخاري زياته کړه، د پاکستان له زندانونو څخه په لسګونه افغان کډوال خوشې شوي، د ډېرو نورو په اړه خبرې روانې دي هيله ده چې ژر به را خوشې شي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر وویل، ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن ډډه وکړي او هغوی دې ته لازم سهولتونه برابر کړي.

محترم مولوي عبد الکبیر د دې ليدنې په پای کې په کراچۍ کې افغان جنرل کونسل ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، هېوادونه او نړیوال سازمانونه دې له افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.#