د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومانګارین سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال یاد هیئت ته ښه راغلاست ووایه او د لوړ رتبه مسوولینو سفرونه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې مهم وبلل.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال خوښي څرګنده کړه چې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل، چمتو دي چې هرات ولایت ته د قزاقي اوړو د صادراتو د ترانسپورټ په برخه کې سبسایډي ورکړي او همداراز به په کابل کې د قزاقستاني درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه هم پرانیزي.
ښاغلي ژومانګارین زیاته کړه، د مالي اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره د افغانستان بانک او غضنفر بانک کې د خپلو حسابونو پرانیستلو، په افغانستان کې د بېلابېلو کانونو، په ځانګړي ډول د کرومایټ او زینک ډبرو د اکتشاف او استخراج، کیمیاوي سرې تولید او د دې ترڅنګ د مزارشریف – هرات- کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړولو په برخه کې عملي همکاریو ته چمتو دي.
د دې لیدنې پرمهال قزاقي لوري د افغانستان خوراکي توکو د صادراتو زیاتوالي ته لېوالتیا وښوده او وې ویل، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به پر افغاني توکو مالیې راټیټې کړي.
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له قزاقي لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په یادو برخو کې به د افغانستان اسلامي امارت اړوند ادارې ورسره ګډ کار او همکاري وکړي.#