د کنړ والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د کنړ والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د کنړ والي محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی محترم مولوي قدرت الله ابو حمزه په کنړ ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.

د کنړ والي وویل، د دې ولایت مسوولین او مجاهدین د امنیت د تامین، د خلکو د هوساینې او هغوی ته د خدماتو برابرولو هڅې کوي او په دې برخه کې خپل کوښښونه نه درېغوي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت محلي مسوولین د دې ولایت د ځنګلونو د ساتنې او له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل شویو کډوالو ته د خدماتو رسولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې کوښښ کوي.

د کنړ والي وویل، په هغه ولایت کې د پراختیایي پروژو پلي کولو، د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو جوړولو مسایل د اسلامي امارت د مسوولینو پاملرنې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له مشرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې رسیدګي وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کنړ والي ته د ښه راغلاست پرمهال په هیواد کې د ثبات او ارامي تامین او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو رسول د اسلامي امارت له دندو او ژمنتیاوو څخه وبلل.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، لازمه ده چې محلي مسوولین د خلکو د ستونزو د لیرې کولو او د ټولنیزې هوساینې لپاره زیاتې هڅې وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، د اسلامي امارت مسوولین به شته امکاناتو ته په پام مطرح شویو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.