د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او د کابل ولایت د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې مسوولینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې رئیس او د کابل ولایت د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې مسوولینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې د رئیس قاضي غلام سخي په مشرۍ د کابل ولایت د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل.
په دې ناسته کې راغلو مسوولینو د یادې اتحادیې او په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی وویل، دا مهال په افغانستان کې ۳۷۵۰ خصوصي ښوونځي فعالیت لري او څه باندې یو نیم میلیون زده کوونکي پکې په زده په کړو بوخت دي. هغوی زیاته کړه تېر کال هم په کانکور آزموینه کې لس ممتاز زده کوونکي د خصوصي ښوونځیو ثمره وه.
دوی وویل، خصوصي ښوونځي د اسلامي امارت تر چتر لاندې له پوهنې وزارت سره اوږه په اوږه ولاړ او د هېواد د بچیانو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري. همدارنګه یې د خصوصي ښوونځيو اړوند ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د خصوصي ښوونځیو د فعالیت ستاینه او د هغوی مننه وکړه چې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې هڅې کوي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکتور ملاتړ کوي او د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.