د فتنه ګرو يو ګروپ له منځه یوړل شو

د فتنه ګرو يو ګروپ له منځه یوړل شو

نن ناوخته د غور په ولایت کې دفتنه ګرو يو وحشي ګروپ له منځه یوړل شو.

دا هغه ګروپ وو چې د تيرې ربيع الاول مياشتې په نهمه یې د غور په مرکز کې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو.

دوی په غور، کابل او باميانو کې هم په يو لړ بریدونو کې دخيل وو.

له تيرې اونۍ راهیسې د دوی په ضد د اسلامي امارت د ځانګړو مجاهدو ځواکونو عمليات پيل شول، د لوی الله په نصرت د عملیاتو په پايله کې د فتنه ګرو د دې وحشي ګروپ يو شمير کسان نیول شوي او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی.

نن یکشنبه د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې د دوی په یو پټنځای عمليات وشول، په نتيجه کې د دوی مشر او يو بل مهم کس ووژل شول.

له دوی څخه يوه اندازه وسله، مهمات، لاسي بمونه او منفجره مواد ونیول شول.

متأسفانه چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده.

همدا راز دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول.

د يادونې وړ ده چې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد 

۱۴۴۶/۴/۱۷ ھ ق 

۱۴۰۳/۷/۲۹ھ ش - 2024/10/20م