د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیان امنیه قومندان سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بامیان امنیه قومندان سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بامیان امنیه قوماندان محترم مولوي صدیق الله سره وکتل.
په دې کتنه کې، مولوي صدیق الله د دې ولایت د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړل.

نوموړي وویل، په دې ولایت کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او خلک د اسلامي امارت له چلند څخه خوښ دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د بامیان امنیه قوماندان څخه د امنیت د تامین او ښې همغږۍ رامنځته کولو له امله مننه وکړه وې ويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او اسلامي امارت د خلکو خپل نظام دی چې هر افغان پکې د ارام او سوکاله ژوند حق لري.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت به هیچاته اجازه ور نه کړي چې له هیوادوالو او په ځانګړې توګه له پخوانيو چارواکو سره له کوم شرعي دلیل پرته ناوړه چلند یا تبعیض وکړي.

مولوي صاحب عبدالکبير غه راز نوموړي ته سپارښتنه وکړه، چې ټول امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره ښه چلند وکړي