د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه نن په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د کمېسيون ټولو غړو حضور درلود، په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز د ملکيتونو لېږد، ساتنې او څارنې پر موضوعاتو بحث وشو.

همداراز د چارو ادارې استازي په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ، ښار او کور جوړولو او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او غزني ښاروالۍ استازو څخه جوړ شوي پلاوي خپل راپور اداري کمېسيون ته وړاندې کړ او د لا زياتو ارزونو او ګټورو پايلو ته د رسېدو په موخه د اداري کمېسيون له منځه يو پلاوي وګمارل شو، ترڅو په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز له نږدې وګوري او د نهايي تصميم نيولو لپاره پايله اداري کمېسيون ته وړاندې کړي.