د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير غزني ولایت ته د سفر په لړ کې، له یو شمېر ځوانانو، فرهنګپالو او لیکوالو سره په داسې حال کې وکتل، چې والي حافظ محمد امین عمري هم حضور درلود.
د غزني ولایت لیکوالو او د رسنیو فعالینو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د ځوان نسل د افکارو جوړولو او د نظام د ټینګښت لپاره د ځوانانو د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او په یاد ولایت کې یې د قرائت د تخصصي مرکز جوړولو لپاره د همکاریو غوښتنه وکړه.
دغو ليكوالو او د رسنيو فعالينو د اسلامي امارت په ملاتړ د فرهنګي چارو د پیاوړتیا ترڅنګ وویل، ځوانان د حکومت د ملاتړ او ستاینې مننه کوي.
په دې لیدنه کې، همداراز حاضرو لیکوالو په غزني کې د ځوانانو یو شمېر وړاندیزونه او مشورې هم له محترم سیاسي مرستیال او د غزني والي سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مبارزې په لړ کې فرهنګي فعالیتونه او هڅې خورا مهمې وبللې او زیاته یې کړه، هماغسې چې د اسلامي امارت په بریا کې ځوانانو لویه ونډه درلوده، اوس د اسلامي امارت په لیکو کې هم پراخ حضور او ګډون لري.
محترم سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت په درېیو کلونو کې په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او ځوانان باید ډاډه اوسي، چې حکومت د هغوی د غوره راتلونکې لپاره هڅې کوي.#