د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد یو شمېر ملي تاجرانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري د هیواد ملي تاجرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په وینا تاسو د افغانستان اقتصادي مجاهدین یاست چې د هیواد د ثبات او اقتصادي پایښت لپاره هڅې کوئ او قرباني ورکوئ.
ورپسې میرویس وزیرزي کټوازي، عتیق الله مؤمن زاده، زلمي عظیمي، سردار پوپل او احمدشاه یارزاده د نورو ملي تاجرانو په استازیتوب په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د تاجرانو د زیات ملاتړ په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د قران عظیم الشان د ایتونو په رڼا کې د تعاون او همکاري په اړه خبرې وکړې او وې ویل، هیله ده دا ناسته د الله تعالی د رضا او د هیوادوالو د هوساینې او سوکالي لامل شي.
نوموړي دېته په اشارې چې د اسلامي امارت مسئولین او اړوندې ادارې د هیواد د تاجرانو ستونزې درک کوي او د حل لپاره یې له پخوا زیات کوښښ کوي وویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه د دې ترڅنګ چې له اړوندو مسئولینو سره په شفاهي او لیکلې توګه مطرح کېږي، د زیات بحث او مناسبو حل لارو په موخه به د اقتصادي کمېسیون اونیزې غونډې ته هم وړاندې شي.