د کابينې پنځمه غونډه: د امنيتي ارګانونو ستاينې او د بيارغاونې چارو د همغږۍ په اړه بحث وشو

د کابينې پنځمه غونډه: د امنيتي ارګانونو ستاينې او د بيارغاونې چارو د همغږۍ په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پنځمه غونډه د رئيس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په موضوعاتو بحث وشو او د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د امنیت د ټينګښت په وياړ امنيتي ارګانونونه وستايل شي او د امنيت د لا ټينګښت او همغږۍ د زياتوالي په موخه دې اړوند ارګانونه خپلمنځي ناستې وکړي او ګزارش دې د ریاست الوزراء عالي مقام سره شريک کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته دنده وسپارل شوه، له هغو ادارو سره چې د هېواد د بيارغاونې چارې ترسره کوي؛ د همغږۍ د پياوړتيا په موخه ناستې وکړي او خپلو کارونو ته يې لا متوجه کړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.