د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون مازديګر په داسې حال کې، چې د دې ولايت د والي او يو شمېر ځايي مسؤلينو له لوري يې ملتيا کېده، د سرپل پوهنتون څخه ليدنه وکړه او د پوهنتون په جوړه شوې غونډه کې يې وينا وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ياد پوهنتون له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره نيمه پېړۍ د حق او باطل تر منځ مبارزه شوې، چې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال ټولو اقشارو له هغې ډلې علماوو، د پوهنتون استادانو او نورو خلکو په دې مبارزه کې برخه واخيسته او د برحقه مبارزې او د افغانانو د قربانيو په پايله کې اشغالګر ځواکونه له افغانستانه ووتل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، له برياليتوب وروسته د افغانستان مجاهدين او ځايي مسؤلين هغه وخت ونتوانتېدل هوکړې ته ورسېږي او د هغوی د اختلافاتو او واک غوښتنې په پايله کې هيواد په کورنيو جګړو کې ښکېل شو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، چې هماغه مهال يو شمېر رښتيني مجاهدين د ملا محمد عمر مجاهد تر رهبرۍ لاندې د کورنۍ جګړې د پایته رسولو او د هيواد د امنيت تأمين لپاره راپورته شول او په ډېره کمه موده کې يې د هيواد ډېره برخه له وسله والو ډلو څخه پاکه کړه، چې په پايله کې يې امنيت تأمين شو، ملوک الطوايفي او فساد له منځه ولاړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، له هغه وروسته غربي ځواکونو په مختلفو بهانو هيواد اشغال کړ او په دې دوره کې هم د اسلامي امارت مجاهدینو خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او د هيواد د ازادۍ په لاره کې ډېر شمېر علماء، قاريان، محصلين او مجاهدين شهيدان شول، ډېر نور د ګوانتنامو په څېر زندانونو کې بنديان شول او د افغانانو پر ضد ډېر جنايتونه وشول.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د افغانانو د قربانيو په پايله کې هيواد له اشغالګرو څخه ازاد او اسلامي نظام حاکم شو.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اوسمهال په هيواد کې امنيت او سوله حاکمه ده، د امير المؤمنین لخوا عمومي بښنه اعلان شوه او د هيواد په ټولو برخو کې لويې انکشافي پروژې د تطبيق په حال کې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ټينګار وکړ او وې ويل، پوهنتونونه بايد د کرنې، کمپيوټر ساينس او انجینري په څېر په کار وړ څانګو کې علمي پرمختګونو ته زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز د استادانو او محصلينو د ظرفيت لوړول يو مهم امر وباله او دې برخې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محصلينو ته په خطاب کې وويل، تاسو د وطن جوړونکي یاست او له بهرنيانو څخه بايد د ابادۍ او پرمختګ انتظار ونه لرو، بلکې پخپله افغانستان جوړ کړئ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي مجربو استادانو او محصلینو ته غوره امکانات برابر کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په غوره ډول زده کړې وکړي او تخصص حاصل کړي.
نوموړي همداراز ټينګار وکړ، چې په اسلامي امارت کې تعصب، سمتپالنه او او قومپالنه ځای نه لري او هر څوک که دې مواردو ته لمن ووهي د اسلامي امارت مخالف ګڼل کېږي. نوموړي په پای کې د ټولو تر منځ پر اتحاد او متقابل احترام ټينګار وکړ.#