د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او پوهنې وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې، د عامې روغتيا وزارت د اړوندې موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#