د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرگي شویگو او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نور الله نوري، د استخباراتو لوی رئيس محترم ملا عبدالحق وثیق، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.
همدارنګه د فدراتیفې روسیې په پلاوي کې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي آویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال ښاغلی الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ښاغلي ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او یوشمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرگي شویگو کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او ویې ویل، روسیه د مسکو ـ کابل ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکې ده.
هغه وویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي. نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونه د دې لامل شوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.
نوموړي وویل، د روسیې فدراسیون غواړي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي.
همدارنګه د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي الکسي آویرچوک وویل،مسکو او کابل د همکاریو د زیاتېدو او اړیکو د پراختیا غوره فرصتونه لري او اړتیا ده چې استفاده ورڅخه وشي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل، مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي. نوموړي وړاندیز وکړ، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د ټرانسپورت په برخه کې د همکاریو تفاهملیک لاسلیک او ډېر ژر به د افغانستان او روسیې ګډ سوداګریز فورم پرانستل شي.
د روسیې مرستیال لومړي وزیر وړاندیز وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو او د بنسټیزو پروژو د پیل لپاره دې تخنیکي کاري کمېټې ایجاد شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، کابل ته د هغوی راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو ښکارندویي کوي.
هغه د روسیې له مثبت دریځ او په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان له موقف څخه د ملاتړ ستاینه وکړه او ویې ویل، افغانستان له روسیې سره په مختلفو برخو کې د اړیکو او تعامل د پراخېدو لېواله دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل،اسلامي امارت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي. نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمهییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت په فتحې سره په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، داعش ډله ځپل شوې، زورواکي، غصب، جرایم او نشه يي توکي له منځه تللي دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په هېڅ هېواد کې جګړه نه غواړي، بلکې د سیمې د پرمختګ او ثبات لپاره اړتیا ده چې له یوه بل سره همکاري وکړو او د تقابل پر ځای باید د خبرو اترو له لارې توافق ته ورسېږو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل،اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سیمه ییزو پروژو عملي کول غواړي او لېواله دی چې د روسیې سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې وکړي.