د رياست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل

د رياست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد د پوهنتونونو یو شمېر استادانو سره وکتل. 

په پيل کې استاد مصباح الدین شهرستاني، دوکتور صادق باقري او دوکتور عزیزالله بصیر په خپلو خبرو کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه او وې ویل، په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستایلو دي او خلک په هیواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښ دي.

دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت نظام اقتصاد محوره دی او هیله مند یوو چې د عوایدو راټولو په برخه کې لازیاتې هڅې ترسره او د پالیسۍ جوړولو په برخه کې د هیواد د متخصصینو او پوهانو له تجربو ګټه واخیستل شي.

یادو استادانو د دې ترڅنګ چې د امارتي ادارو د لا زیاتې پیاوړتیا غوښتنه وکړه وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان مسؤلیت لري، چې د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره هڅې وکړي او موږ استادان هم په دې برخه کې خدمت ته تیار یوو. 

هغوی په دې د ټینګار ترڅنګ چې د دندو خوندیتوب یو اصل دی وویل، د نظامونو بدلون باید له هیواد څخه د مغزو او د متخصصو افرادو د فرار لامل نشي. 

یادو استادانو د ثبات او حکومتولۍ د پیاوړتیا ترڅنګ خپلې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړل او وې ویل، د نظام د پیاوړتیا لپاره باید له علمي او تحقیقاتي مرکزونو څخه غوره استفاده وشي. 

وروسته د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو خپل ټول عمر د هیواد د اولادونو ښوونې او روزنې ته وقف کړی او ستاسو د طرحو او وړاندیزونو مننه کوو. 

نوموړي زیاته کړه، افغانستان له څلورو لسیزو څخه زیات په جګړې او ګډوډۍ کې و او په تېرو شلو کلونو کې د پخوانۍ ادارې مسؤولینو یوازې د بهرنیانو د خوشالولو او د خپلو جیبونو ډکولو لپاره هڅه کوله. 

د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اشغال په پایته رسولو کې د افغانانو د زړورتیا او قربانیو په یادولو سره وویل: اوس چې په هیواد کې اسلامي نظام حاکم دی، ټول باید د هغه د ساتنې او تقویت لپاره هڅه وکړو او خپل هیواد په ټولو برخو کې د پرمختګ پر لور روان کړو. 

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې دي، د ټولو ستونزې اورېدل کېږي او د حل لپاره یې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اقدامات کېږي.#