د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند د پخوانۍ تایمني سیمې له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست تل د ټولنې د ټولو اقشارو غوښتنې، ستونزې او مشورې اوري او د حل لپاره یې د خلکو په همکارۍ لازمې هڅې کوي.
وروسته ښاغلي قاضي محمد یونس د نورو په استازولۍ وویل، موږ د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې د مسؤلینو له برنامو خوښ او د افغانستان اسلامي امارت سره همکار او ترڅنګ یې ولاړ یوو.
نوموړي زیاته کړه، پخوانۍ تایمني سیمه کې تر ۵۰۰ زیاتې کورنۍ ژوند کوي چې جامع جومات نه لري، اوس چې اسلامي امارت ښوونې او روزنې، د علمي او شرعي مدرسو او جوماتونو جوړولو ته کاري لومړیتوب ورکړی، موږ هم په یاده سیمه کې پر دولتي ځمکه د یو جامع جومات د جوړولو غوښتونکي یوو. دغه راز ښاغلي قاضي محمد یونس د خلکو د ستونزو د حل په موخه د تایمني ۱۳ سړک د برېښنا ترانسفرمر د پیاوړي کولو غوښتنه هم وکړه.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ د علماؤ، کسبګرو او ځوانانو او بېلابېلو اقشارو سره غونډې کړي او د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ مو د هغو د حل په برخه کې لازمې هڅې هم کړي دي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین د ولسونو د ستونزو د حل او غوره خدمت په برخه کې تل هڅې کوي. نوموړي راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.#