د کندز ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د کندز ولایت یو شمېر قومي مشرانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کندز ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د کندز له قومي مشرانو او مخورو سره د شهید عارف خان ورور هم حضور لرلو، په بېلابېلو برخو کې یې د اسلامي امارت د پرمختګونو یادونه او ستاینه وکړه. دوی وویل، په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسلامي نظام بنسټونه پیاوړي کیږي او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د ولسونو د ستونزو حل د ملت او اسلامي امارت ترمنځ د باور جوړېدو سبب شوی دی.
یادو قومي مشرانو او مخورو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په خپلو سیمو کې یې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کندز قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغانانو شریک کور دی او ټول قومونه په کې خپل ځای لري.
محترم سیاسي مرستیال یادونه وکړه، ولس له ځنډ پرته د خپلو ستونزو د حل لپاره امارتي ادارو ته مراجعه کولای شي او ټولې حکومتي ادارې د خلکو د خدمت لپاره هڅې کوي.
د کتنې په پای کې محترم سیاسي مرستیال د ولس سلا مشورې د حکومتي چارو لپاره اړینې وبللې او وې ویل، ولسونه کولای شي خپل نظرونه مستقیم له مسوولینو سره شریک کړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د ستونزو د حل لپاره به یې اړوندو ادارو ته لازمي سپارښتنې وکړي.4417:56