د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په پاکستان کې د افغانستان سفیر محترم مولوي سردار احمد شکیب سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم مولوي سردار احمد شکیب د یاد سفارت د کړنو، فعالیتونو او برنامو او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي وویل، په اسلام اباد او د پاکستان نورو ښارونو کې قونسلګریو کې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د موانعو او ستونزو د حل لپاره زیات کوښښ کوي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې مطابق هغوی کوښښ کوي چې د دواړو هیوادونو اړیکې ښه والی ومومي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو، وروڼو او ګاونډیو هیوادونو په توګه د زیاتو فرهنګي،تاریخي، دیني او ټولنیزو مشترکاتو لرونکي دي او د دواړو لوریو مسوولین کولای شي له دغو ظرفیتونو څخه په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټه واخلي او هغه پیاوړي کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت په ژمنتیا ټینګار وکړ او وې ویل، په اسلام اباد او د پاکستان نورو ښارونو کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او قونسلګرۍ دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د ستونزو او موانعو د حل لپاره زیات کوښښ وکړي.