د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين له محترم شيخ مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم شيخ مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني خبرې وکړې او په هيواد يې د امنيت پر تأمين او د اسلامي نظام پر ټينګښت خوښي وښوده او وې ويل، د افغانستان اسلامي امارت تر حاکميت لاندې په مختلفو برخو کې ډېر کارونه شوي دي او د ملت د خوښۍ باعث ګرځېدلي او د هيواد د ابادۍ او هوساينې په برخه کې نېک اقدام دی.
محترم شيخ مفتي عبداللطيف معتصم تالقاني د اسلامي امارت مسؤلينو څخه وغوښتل، چې د ښوونې او روزنې سيستم پياوړتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د يو حکومت په توګه ځان خپل هيواد او ملت ته مسؤل بولي او هيوادوالو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو او د هيواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره په ټول توان هڅه کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د عامه افکارو د روښانولو او د هيواد د بچيانو د روزنې په برخه کې د علماوو پر هڅو د ټينګار ترڅنګ د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به ورته رسيدګي وکړي.#