د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دایکنډي له والي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دایکنډي له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښن د دایکنډي له والي محترم الحاج مولوي تورجان سره وکتل. 

د دې کتنې په پیل کې د دایکنډي والي محترم الحاج مولوي تورجان د یاد ولایت د اقتصادي، اجتماعي، سیمه ییزې حکومتولۍ او دغه ولایت ته د راستنېدونکو هیوادوالو د وضعیت تر څنګ د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

د دایکنډي والي څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسؤلین په یاد ولایت کې د امنیت د تأمین، د خدماتو وړاندې کولو او د خلکو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو وطنوالو د ستونزو د حل په برخو کې شپه او ورځ هڅې کوي.  

محترم الحاج مولوي تورجان د ښوونې او روزنې، روغتیا او انکشافي چارو په برخو کې د دغه ولایت د خلکو غوښتنې شریکې او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې یادو برخو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دایکنډي والي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت ټینګښت او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو هیوادوالو وضعیت ته د رسیدګي په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دایکنډي د ولسونو د غوښتنو په هکله وویل، اړوند ادارې به د شته امکاناتو په پام، ورته رسیدګي وکړي.#