د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استازو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤولینو او استازو د هېواد د تحصیلي او پوهنیز سکتور په استازولۍ د سیاسي معاونیت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، وخت ناوخت یې د اسلامي امارت د مشرانو لخوا غږ اورېدل شوی دی.
د خصوصي پوهنتونونو استازو په افغانستان کې خصوصي تحصيلي او ښوونیز سکتور د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ارزښتمن وباله او یادونه یې وکړه، چې دا مهال په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په تحصیلي مؤسسو کې د زرګونو استادانو د بوختیا تر څنګ سلګونه زره زده کوونکې په زده کړو بوخت دي.
راغلو مسوولینو وویل، په تدریجي ډول به د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو حالت له نړیوالو تحصیلي بنسټونو سره برابر شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت په همکارۍ ډېرې هڅې شوې دي.
د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو خپلې ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او وړاندېز یې وکړ، چې په هېواد کې دې د خصوصي تحصیلي او ښوونیز سکتور د لاملاتړ په موخه څو اړخېزه کمېټه جوړه شي چې د اړتیا په صورت کې ناستې ولري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پوهنتونونو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو شتون مهم یاد کړ، چې د نوي نسل په روزنه کې مهمه ونډه لري.
محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د علم او زده کړو ملاتړی دی او هڅه کوي چې خصوصي سکتور ته غوره امکانات برابر کړي.
محترم سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت دیني او عصري زده کړو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د دیني او عصري علومو تر منځ واټن او تضاد له منځه تللی دی.
نوموړي د پوهنتونونو مسوولینو او استازو ته په خطاب کې وویل، د هغوی پر وړاندېزونو به غور او د ستونزو د حل هڅې وشي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، د اسلامي امارت لومړنۍ موخې تر لاسه شوې او دا مهال له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.