د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سمنګانو والي او یو شمېر علماؤ، مشایخو او مسؤلینو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سمنګانو والي او یو شمېر علماؤ، مشایخو او مسؤلینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال پرون د یاد ولایت له والي محترم داملا محمد شعیب رسالت او یو شمېر علماؤ، مشایخ کرامو او مسؤلینو سره وکتل.

په پیل کې محترم داملا محمد شعیب رسالت د سمنګان ولایت د مسؤلینو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ولایت مجاهدین او مسؤلین د خلکو د هوساینې او خدمت لپاره تل هڅې کوي. 

همداراز علماؤ او مشایخ کرامو د مواصلاتي لارو، په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو او د انکشافي پروژو په تطبیق کې د سمنګانو ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې او دغو برخو ته یې د اسلامي امارت د مسؤلینو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښي څرګندولو ترڅنګ د سمنګانو ولایت د مسؤلینو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي نظام تحکیم، ښه حکومتولي او ولسونو ته رغنده خدمات وړاندې کول د مجاهدینو او مسؤلینو له هڅو او سرښندنو سره مسقیمه اړیکه لري او لازمه ده چې په دې برخه کې لازیاتې هڅې وشي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو په پام، دې برخې ته رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.#